اروپايي ټولنه د خوړو نړیوال پروګرام ته ۱۵ میلیونه یورو ورکوي تر څو د افغاني ټولنو انعطاف پیاوړی کړي او د اقلیم د بدلون د کړکیچ اغیز راکم کړي

کابل – د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د خپلو عملیاتو لپاره د اروپايي ټولنې د ۱۵ میلیون یورو (۱۵.۸ میلیون ډالرو) مرستې هرکلی کوي. دا ۱۵ ملیون یورو به د ځایی ټولنو سره مرسته وکړي چې طبیعي خطرونو ته چمتو شي او د اقلیم د بدلون زیان رسونکي اغیزو سره مقابله وکړي. دا پروژه به د کروندګرو سره د لا زیاتو تولیداتو او دوامدارې کرنې لپاره هم مرسته کوي. سږ کال تر اوسه یوازې د سېلابونو له امله څه باندې ۱۶۰ زره کسان اغېزمن شوي او شاوخوا ۲۰ زره کورونه او زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ورونیکا بوسکوویچ پوهر، په افغانستان کې د اروپایي ټولني شارژدافیر وویل: "اروپایي ټولنه ژمنه ده چې د افغانستان خلکو سره مرسته وکړي ترڅو د اقلیمي بدلونونو سره سازګار شي چې د خوړو امنیت او معیشت په ځانګړې توګه په کلیوالو ټولنو کې په جدي توګه ګواښوي. د اقلیمي بدلونونو زیانونه همدارنګه د کوربه ټولنو ظرفیت کموي ترڅو د داخلي بې ځایه شویو او له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنېدونکو ملاتړ وکړي. دا ۱۵ میلیونه یورو مرسته، د اروپایي اتحادیې له خوا د خوړو نړیوال پروګرام د ظرفیت لوړولو پروګرام په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ۸۵.۱ میلیونه یورو پورې زیاتوي."

د ملګرو ملتونو نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) د ټولنو سره او د دوی لپاره کوچني زیربناوې رامینځته کوي، د دوی سره د اوبو لګولو کانالونو، بندونو او استنادي دیوالونو له لارې د اقلیم د بدلون بحران اغیزو سره سمون کې مرسته کوي. کروندګر روزل شوي او ملاتړ کیږي ترڅو د غنمو، وریجو او حبوباتو لپاره ډیر حاصلات او اضافي محصولات تولید کړي چې دوی کولی شي په محلي بازارونو کې وپلوري. برسېره پردې، د ملګرو ملتونو نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له پاکستان څخه د اجباري راستنیدونکو په ګډون د خوراکي توکو ناامنه ښځو او نارینه وو ته، د بازار وړ مهارتونه د خیاطۍ څخه د ګرځنده تلیفون ترمیم پوری درس ورکوي، چی دوی ته اجازه ورکوي چې منظم عاید ترلاسه کړي او د خپل ځان او کورنۍ ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د د ملګرو ملتونو نړیوال خوراکي پروګرام (WFP)  مرستیال، هارالډ مینهارټ وویل: "دا پروژې د ټولنې د چمتو کولو لپاره خورا مهمې دي چې په خپلو پښو ودریږي، د خپلو کورنیو خواړه وګټی او په بشري مرستو باندې د دوی انحصار کم کړي. د اروپایي ټولنې دا وروستۍ مرستې په یوه حساس وخت کې راځي. د سږکال په پیل کې د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د سخت کمښت له امله اړ شو چې په ټول هیواد کې خپلې پروژې وځنډوي."

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) پروژه، چې اروپایي ټولنه په کې برخه لري، د پام وړ پایلې ښودلې دي. یوازې په روان کال کې، ۲۱۵۰۰۰ نارینه او ۲۰۸۰۰۰ ښځې په مستقیم ډول د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې له امکاناتو څخه ګټه اخیستې، له ۱۳۵۰۰ څخه زیاتې ښځې او ۳۰۰۰ نارینه نوي مهارتونه ترلاسه کړي او له ۵۰۰۰ څخه زیات بزګران په زراعتي تولیداتو او د بازار فرصتونو کې ملاتړ شوي دي.

Philippe Kropf, WFP/Kabul

Email: philippe.kropf@wfp.org

Mob. +93 707 271 901

 

Kevin Mendes/Joris Van Winckel, EU Delegation to Afghanistan

E-mail: Delegation-Afghanistan-Press@eeas.europa.eu