اروپايي ټولنې په افغانستان کې زلزلې ته په ځواب کې د 3.5 میلیونه یورو بشري مرستو کڅوړه تصویب کړه.

د افغانستان په لوېدیځ کې د تېرې اونۍ له خونړۍ زلزلې وروسته، اروپايي ټولنه زیانمنو شویو وګړو ته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بیړنیو بشري مرستو په برخه کې د 3.5  میلیون یورو لومړنۍ مرستې برابرې کړي.

نوې 2.5 ملیون یورو تخصیص د هغه بشردوستانه همکارانو لپاره ځانګړې شوی چې په سیمه کې د مرستې عملیات ترسره کوي. سربیره پردې، اوس مهال په غه سیمېو کې چې په وروستېو کې وچاکالۍ هم ځپلې دي اصلی اړتیاوې بېړنۍ سرپناه، روغتیایي کڅوړې د چکلو پاکې اوبه دي.

 

دا نوې مرسته د هغه 89 ميليونه يورو بشردوستانه مرستو سربيره ده چې د مخه په 2023 کال کې په هيواد کې دَ بشر دوستانه سازمانونو لپاره ځانګړې شوې وې. په افغانستان کې د اورپايي ټولنې بشردوستانه مرستې يوازې په سيمه کې زموږ د بشردوستانه شريکانو له لارې استول کيږي.

 

ددې سربېره، اورپایي ټولنه، په دبۍ کې د خپلو بشري زیرمو څخه زیانمنو شوو خلکو ته د اورپا د بشردوستانه غبرګون د ظرفیت (EHRC ( په چوکاټ کې غېر نغدي  مرستې استوي.

 

په سیمه کې د اړتیا وړ د سرپناه کڅوړې، د ژمي خیمې، د حفظ الصحې کټونه او نور توکي زموږ د بشردوستانه شریکانو سره شتون لري او د اورپايي ټولنې د بشردوستانه هوايي پله له لارې د يو نوي  پرواز په واسطه د ویشلو لپاره چمتو دي. ددې عملیاتو ټوله مصارف تقریباً ۱ میلیون یورو اټکل شوي دي.  تر دې دمه د دې هوايي پل له لارې 31  الوتنې تنظیم شوې چې وروستۍ الوتنه یې د اکتوبر په 7 نیټه راورسیده.

 

د بحرانونو د مدیریت کمیشنر یانیش لینارچیچ وویل: "په افغانستان کې وروستۍ زلزلې د هغو خلکو غمونه نور هم زیاتوي چې مخکې له سخت بشري وضعیت سره مخ وو. اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو څخه په ملاتړ کې او بېلا بېلی وسېلې په واک کې لرلو سره همغږۍ ته دوام ورکوي. د 3.5 ملیون یورو په ارزښت دا مرستې بسته به د دې ویجاړونکي ناورین قربانیانو سره سمدستي مرستې چمتو کړي. "

 

ماچی پوپوسکی، د اورپایي ټولنې د ملکی ساتنې او بشري مرستو لپاره ادارې عمومی ریس، او ر و رافیلا یودیچه په افغانستان کې د اورپاېې ټولنې کاردارې نن سهار هرات ته سفر کړی او له ځپلو شوو سیمو څخه ېې لیدنده کړې ده.

 

ماچی پوپوسکی: د اورپایي ټولنې ۳.۵ میلیونه يورو مالي مرستې، د افغانستان له خلکو سره زموږ پیوستون دي. زه چې خپله دلته په هرات کې یم، د زلزې د ویرانوونکو اغزو څخه شوکه شوی یم. په دغه سخت وخت کې، له خپلو بشردوستانه شریکانو او لومړنیو مرسته رسوونکو څخه ستاینه کوم چې په نه ستړي کیدونکې توګه د خلکو د ژغورلو لپاره هڅې کوي.

 

رافیلا یودیچه: نن سهار مې هرات ولایت ته سفر وکړ او د سختو ویرانیو او د ددغه زوروې زلزې له امله د انساني کړاونو شاهده وم. د اورپایي ټولنې ۳.۵ میلیونه يورو کمکي کڅوړه  زموږ بشردوستانه شریکانو ته دا وړتیا ورکوي چې له ناورین څخه د ژوندیو پاتې شوو خلکو سره خپل ملاتړ زیات کړي. اورپایي ټولنه او بشردوستانه شریکان ېې د  افغانستان دخلکو سره په پیوستون کې ولاړ دي.

 

شالید

د اکټوبر په اوومه په هرات ولایت د ریښتر په کچه 6.3 درجې یوې زلزلې ولړزاوه او ورپسې ېې دری نور ټکانونه درلودل. نږدې 1.79 ملیونه خلک د زلزلې له قوي ټکانونو سره مخ شوي، چې د اټکل له مخې 12,000 کسان په مستقیم ډول اغیزمن شوي او 1,023 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.که څه هم دا ارقام ممکن د لا زیاتو معلوماتو په ترلاسه کولو سره لوړ شي.

 

افغانستان په نړۍ کې یو له ستر بشري ناورین سره مخ هیواد دی او اټکل کیږي چې سږ کال 29.2  میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. له 90 سلنه څخه ډیر نفوس د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او شاوخوا 17 میلیونه خلک د ډېر سخت خوراکي خوندیتوب سره مخ دي. د لاسرسي ننګونو سره سره اورپاېې ټولنه له 1994 څخه راهیسې د1.7 میلیارده يورو بشردوستانه بودجه سره د ژوند ژغورنې مرستو رسولو ته دوام ورکوي.

 

هوایي پل په 2021  کال کې پرانستل شو، دغه پل کابل ته د اروپا د بشردوستانه غبرګون د ظرفیت په چوکاټ کې تنظیم شوی، چې موخه یې د طبیعي او انسان ناورینونو په وړاندې د بشري غبرګون د تشو ډکول دي. د عملیاتو له پیله تر اوسه د 31  الوتنو په ترسره کولو سره له 1340 ټنو څخه زیاتې ژغورونکې مرستې رسول شوی دي.