اروپايي کمیسیون د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې سره د مبارزې لپاره نوی همغږۍ کوونکې ټاکلی دی

کمیسیون ماریون لالیس د مسلمانانو پر وړاندې  د کرکې سره د مبارزې لپاره د اروپايي ټولنې د همغږۍ کوونکې په توګه ټاکلې ده.

آغلې لالیس به د غړو هیوادونو، اروپایي بنسټونو، مدني ټولنې او پوهنتونونو سره کار وکړي ترڅو د مسلمانانو پر وړاندې  د کرکې په ډګر کې د پالیسۍ غبرګونونه پیاوړي کړي.

همغږي کوونکې، په خپل نوي موقف کې به په اروپایي ټولنې کې په دې برخه کې د فعالو سازمانونو سره د اړیکو اصلي مسؤل وي. هیلینا ډیلي، د مساواتو کمشنر وویل: " زه خوشحاله یم چې آغلې لالیس ته ښه راغلاست وایم، چې د هغې فعالیتونه دې مسلې ته د قوي او هر اړخیز ځواب تضمین کوي. د مسلمانانو پر وړاندې د نفرت سره مبارزه د تعلیم، ټولنیز شمولیت پالیسۍ ، کارموندنې او بې تبعیض په برخو کې ګډو سازماني او ټولنیزو هڅو ته اړتیا لري، موږ باید دا پدیده وپیژنو، او مخنیوی یې وکړو."

آغلې لالیس د لندن پوهنتون د ختیځ او افریقایي مطالعاتو له ښوونځي او د اروپا د کالج Le Mirail  پوهنتون څخه فارغه شوې ده. هغه په ​​یمن کې د اروپایی ټولنې د سفیر مرستیال او شارژدافیر په توګه دنده ترسره کړې او په ګانا، موریتانیا او مراکش کې د اروپایی ټولنې په هیئتونو او همدارنګه د ترکیې – قبرس ټولنې لپاره د اروپایی ټولنې د مرستو په پروګرام کې یې په بیلابیلو پوستونو دنده ترسره کړې ده.

هغه د اروپايي ټولنې  یوه تجربه لرونکې ملکي کارمند دی چې په عربي ژبه روان دی، او په اروپايي  ټولنې او اسلامي نړۍ کې د مدني ټولنې له پراخو سازمانونو سره نږدې کار کولو کې د پام وړ تجربه لري. د مسلمانانو ضد کرکې سره د مبارزې لپاره د اروپایی کمیسیون د همغږۍ کوونکې فعالیتونو په اړه نور معلومات دلته موندلی شئ.