د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او اروپايي ټولنه په ګډه کار کوي چې د افغان کډوالو او راستنېدونکو لپاره دوامداره حل الر ې برابرې کړي

افغانستان - د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې  (UNHCR) او اروپايي ټولنې په افغانستان، ايران، پاکستان او منځنۍ اسيا هېوادونو کې د بې ځايه شويو افغانانو او د هغوی له کوربه ټولنو سره د مرستو د دوام لپاره يو نوی تړون لاسليک کړ . د اروپايي ټولنې د ۳۶ ميليونه يورو د پام وړ مرست ې سره به په سلګونو زره افغان کډوال، راستنېدونکي او داخلي بې ځايه شوي کسان د اساسي خونديتوب خدماتو، د معيشت فرصتونو او نورو اړينو خدماتو څخه برخمن شي. د اروپايي ټولنې دغه مرسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ۱۱۰ ميليونه يورو پراخ پروګرام يوه برخه ده. 



په ټوله نړۍ کې د ۶.۲ ميليونو خلکو سره، افغانان د نړۍ يو له سترو کډوالو څخه شميرل کيږي. د دوی شاوخوا  ۲۰۲  ميليونه په ايران او پاکستان کې اوسيږ ي. د د ې ترڅنګ، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهيسې شاوخوا ۲،۳ميليونه کسان په افغانستان کې دننه بې ځايه شوي او سلګونه زره کسان له ګاونډيو هېوادونو راستانه شوي دي. که څه هم فعاله جګړه اوس د بې ځايه کېدو اصلي لامل نه دی، افغانستان له يوه بشري ناورين سره مخ د ی چ ې د جنسيت پر بنس ټ تاوتريخوالی، د ماشومانو کار، او د تګ راتګ محدوديتونه او د ښځو او نجونو لپاره نور اساسي حقونو په شمول د خونديتوب له سختو ستونزو سره مخ دی.

 دغه هيواد د اقليم د بدلون د اغيزو په وړاندې خورا زيان منونکی دی او په مکرر ډول د طبيعي پيښو سره مخ کيږي. دا نوی نوښت چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او اروپايی ټولنې لخوا يې ملاتړ کيږي، د بې ځايه شويو خلکو لپاره د دوامدار حلونو په چمتو کولو تمرکز کوي. 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د کډوالو، راستنيدونکو او بې ځايه شويو افغانانو او د دوی کوربه ټولنو ترمنځ د ځان بسياينې او ټولنيز يووالي د ودې لپاره د پراخو نو ښتونو بل پړاو پيلوي. په دې پروګرام کې د ساتنې بنسټيز فعاليتونه لکه نوم ليکنه، حقوقي مرستو او مدني اسنادو ته لاسرسی، او همدارن ګه لومړنيوخدماتو لکه روغت يا او تعليم ته لاسرسی شامل دي. په پروګرام کې نور فرصتونه هم شامل دي لکه د پيسو په بدل د کار برنامی، کوچني پورونه او حرفوي زده کړې . د دې ټولو فعاليتونو موخه د اقتصادي خپلواکۍ پياوړتيا او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پ ياوړتيا ده. 

د ټولنې پر بنسټ د نو ښتونو له لارې به د ښځو، ماشومانو او معلولينو په ګډون د زيان منونکو ډلو ته ځانګړې پاملرنه وشي او موخه يې د دوی خونديتوب او شموليت ډاډمن کول دي. 

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې، آغلې ويرونيکا بوسکوو يچ پوهار وويل: "اروپايي ټولنه د هغو افغانانو سره خپل قوي مالتړ ته دوام وکو ي چې په تګ کې دي. د يو ان ايچ سې آر سره دا نوې مرسته د اروپايی ټولنې د لويو هڅو يوه برخه ده چې د مهاجرت مالتړ کوي او په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کې ميرمنو،نارينه وو او ماشومانو ته اړين خدمات و ړاندې کوي. زموږ مرستې به د افرادو او پراخو ټولنو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي." 

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر، عرفات جمال وويل: "د اروپايي ټولنې سره دا او ږدمهاله ملګرتيا په کوربه هيوادونو کې د افغان راستنيدونکو او کډوالو سره د مرستې لپاره زموږ د هڅو په برخه کې يو مهم ګام دی. د دې نوښتونو له لاری، زموږ موخه يوازې دا نه ده چې خلکو ته حياتي مرستې چمتو کړو، بلکې موږ غواړو چې بې ځايه شويو خلکو ته هغه وسايل چمتو کړو چې دوی د خپل ژوند د بيارغونې او د خپلو ټولنو سره مرسته کولو ته اړتيا لري."

دغه درې کلن برنامه چې د ۲۰۲۵ په جنوري کې به پيل شي او د ۲۰۲۷ تر دسمبر پورې به دوام وکړي په اوږدمهاله بيا رغونه او انعطاف باندې تمرکز وکړي .

Caroline Gluck

Senior Communications Officer

gluck@unhcr.org

 

Radhika Bhatnagar

Social Media Officer, Regional Bureau

bhatnaga@unhcr.org

 

Kevin MENDES

delegation-afghanistan-press@eeas.europa.eu